د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي امید غفورزي د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر ښاغلي کورومیا تاکایوشي  سره لیدنه ترسره او د سوداګریزې پراختیا، پانګونې فرصتونو او افغان سوداګرو لپاره د ویزو صادرولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغانستان له خلکو سره د جاپان د سخاوتمندانه مرستو او په هېواد کې د زیربنایي پروژو تطبیق وستایه او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه  د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، په هېواد کې د ټولیز امنیت او سولې تامین، په دولتي ادارو کې د فساد نشتوالی او د کوکنارو د کښت مخنیوی په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه وبلل.
نوموړي د جاپان له سفير څخه وغوښتل، چې چاپانې سوداګر او پانګوال وهڅوي، چې د افغانستان د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.

د اتاق لومړي مرستيال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختيا په ځانګړي ډول د وارداتو او صادراتو په برخه کې شته فرصتونو ته اشاره وکړه او افغان سوداګرو ته يې د ويزې د ورکړې د اسانتياوو نشتوالى د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا پر وړاندې له سترو ننګونو څخه وباله او د جاپان له سفیر څخه يې په دی برخه کې د لازمې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند وړاندیز وکړ چې د جاپان سفارت دې افغان سوداګریز پلاوي ته جاپان ته د سفر کولو زمینه برابره کړي څو وکولی شو د جاپان له اتاق سره سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړو او همدارنګه یې د جاپان محترم سفیر ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته راشي او له افغان سوداګرو سره له نږدی وګوري.  

ښاغلي کورومیا تاکایوشي د افغانستان له خلکو سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ او له افغانستان سره یې د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. نوموړي همدا راز ژمنه وکړه، چې افغان سوداګرو ته به جاپان ته د تګ زمینه برابره کړي او جاپاني پانګوال به وهڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

یکشنبه، مرغومي ۱۷مه، ۱۴۰۲