د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د ایران سوداګرۍ پراختیا له مسؤل سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي امید غفورزي هم حضور درلود، د ایران سوداګرۍ پراختیا له مسؤل ښاغلي حمید محمدي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي محمدي د ایران او د سیمې د هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د نندارتون او سوداګریزې غونډې د تنظیم په اړه چې په نږدې راتلونکي کې د ایران د سوداګرۍ د پراختیا سازمان له خوا د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې جوړېږي، معلومات وړاندی او په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون ته هڅولو برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند ښاغلي محمدي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دا ډول نندارتونونو او غونډو جوړول د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډې پانګونې، د کورنیو تولیداتو د معرفۍ او همدارنګه د صادراتو او وارداتو په برخه کې د زیاتوالي لپاره ښه فرصت وباله او په یاد نندارتون کې يې د افغان سوداګرو او پانګوالو د ګډون څخه ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۴۰۲