د شامپو او غالیو اتحادیو مسؤلینو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د غالیو او شامپو اتحادیو له مسؤلینو سره ناسته ترسره او د دوی د ګمرکي ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د شامپو او غالۍ اتحادیو مسؤلینو د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت له لوري پر سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول غالۍ او شامپو باندې د ګمرکي محصول زیاتوالی د دې اتحادیې له واردونکو سره له مشورې پرته دروند او د تطبیق وړ نه بولي. دوی د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې د دوی ستونزې له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د يادو اتحاديو مسؤلينو ته د ښه راغلاست ويلو وروسته، د ماليې وزارت د نوې کړنلارې د رامنځته کېدو يادونه وکړه، چې له مخې يې د ټولو شرکتونو ماليات په ټوليزه توګه راټولېږي او د يادو اتحاديو له مسؤلينو يې وغوښتل، چې خپلې شته ستونزې په لیکلي بڼه اتاق ته وسپاري څو اتاق يې د حل برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دوشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۴۰۲