د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د ټرانسپورټ اتحاديې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ټرانسپورټ اتحاديې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره او د دوی د شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د ټرانسپورټ اتحادیې مسؤلینو موټر چلوونکو ته د سوداګرو لخوا د حق العبور فیس نه ورکول، د موټرونو د نوبت د یو معیاري سیستم نشتوالی، د لوړ تناژ وسایطو د نرخ عدم کنترول او د ټولګټو وزارت لخوا د تعین شوي وزن نه تطبیق او مراعت خپلې عمده ستونزې وبللې او د یادو ستونزو حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د یادې اتحادیې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د دغې اتحادیې له مسؤلینو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري څو اتاق وکولی شي د اړوندو دولتي ادارو سره يې د شریکولو له لارې د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

دوشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۴۰۲