د افغانستان اسلامي امارت وروستۍ پریکړې چې "د خصوصي سکتور طلبات، تضمینات او تامینأت به تادیه کوي" د هرکلي رسنیز کنفرانس په اتاق کې ترسره شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د شرکتونو د تضمیناتو او د تطبیق شویو پروژو پورونو تاديې په اړه د افغان حکومت وروستۍ پریکړې ته د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د صنعت اتحاديې رئیس ښاغلي عبدالجبار صافي، د کرنې او مالدارۍ اتاق رئيس ښاغلي خان محمد فروتن، د ټرانسپورټ، تازه میوې او ساختماني اتحادیو مسؤلینو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود، هرکلی وکړ.
   
ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو او د اتاق د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د هرات د زلزلې له قربانیانو او راستنیدونکو کډوالو سره د خصوصي سکتور د ونډې او په لوګر، ارزګان او زابل ولایتونو کې د ولایتي اتاقونو پرانستلو او په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندی کړل.
نوموړي د اسلامي امارت تر فتحې دمخه د زیربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې د هېواد د خصوصي سکتور د غړو د پورونو د ورکړې په اړه د حکومت د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د اقتصادي ودې او پرمختګ، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د عامه ګټو د پروژو د تطبیق او پلي کېدو په برخه کې یو مهم ګام وباله.

د اتاق لومړي مرستيال د هېواد د صادراتو زياتوالى د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختيا لپاره ښه فرصت بللو ترڅنګ، د پاکستان کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو له ۵۰۰ څخه د ډیرو کانتینرنو توقف د ټرانزیټ نړیوالو قوانینو او آپټا تړون خلاف وګاڼه او له پاکستانه يې وغوښتل چې له افغان سوداګرو سره د نړيوالو ترانزيټي قوانينو له مخې چلند وکړي.

ښاغلي صافي او ښاغلي فروتن د هېواد د خصوصي سکتور د پورونو د ورکړې په اړه د حکومت د وروستۍ پرېکړې ستاینه وکړه او دا یې د خصوصي سکتور د ملاتړ او د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې اړین ګام وباله.

دوشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۴۰۲