د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د پاکستان د ساینسي او صنعتي څیړنیز مرکز PCSIR په علمي سیمنار کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک پاکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د پاکستان د ساینسي او صنعتي څیړنیز مرکز PCSIR په علمي سیمنار کې د ګډون کولو ترڅنګ، د شته فرصتونو او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک په دغه علمي سیمینار کې چې د علمي او صنعتي مسایلو په ځانګړي ډول د کرنیزو او صنعتي تولیداتو او قیمتي ډبرو په اړه جوړ شوی و، د دغه ډول علمي سیمینارونو اهمیت ته په اشارې سره، په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د (PCSIR) ادارې له مسؤلین يې وغوښتل چې په خیبر پښتونخواه صوبه، ننګرهار  او لویه پکتیا ولایتونو کې د پانګونې فرصتونو ارزولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړي.   

د خیبر پښتونخوا د علمي او صنعتي څیړنو (PCSIR) ادارې مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د وړاندیزونو هرکلی وکړ او د ګډو پانګونو د ارزونې په برخه کې یې خپله همکاري څرګنده کړه.

شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۴۰۲