د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د خیبر پښتونخواه د ساینس، کرنې او صنعت لابراتوار څخه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک پاکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د خیبر پشتونخواه د ساینس، کرنې او صنعت لابراتوار رئیس ښاغلي جهانګیر خان سره د لیدنه ترسره او د یادې ادارې مختلفې برخې او څانګې يې مشاهده کړې.

ښاغلي هوتک د قیمتي ډبرو، درملو، کرنیزو او صنعتی محصولاتو کنترول او ارزونې برخه کې دیاد لابراتوار رول اړین وباله او د یاد لابراتوار له مسؤلینو يې وغوښتل چې افغانستان ته د خپلو فني او تخنیکي تجربو او شته ماشین آلاتو په لیږد کې بشپړه همکاري وکړي.

ښاغلي جهانګیر خان د ښاغلي هوتک د خبرو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې، په افغانستان کې د یاد لابراتوار جوړولو په موخه به لازم ماشین آلات او توکي افغانستان ته ولیږدوي.

پنجشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۴۰۲