د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د خیبر پښتونخوا پانګونې ادارې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک پاکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې، د پاکستان پیښور ښار کې افغان قونسل او سوداګریز چاروال، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د خیبر پشتونخواه پانګونې ادارې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره او په دواړه هېوادونو کې د شته پانګه ایزو فرصتونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او دا یې په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل. هغه په پاکستان کې د افغان سوداګرو لویه ستونزه په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګریزو مالونو د څه باندې ۴۰۰ کانټینرونو بندېدل وښودل.
نوموړي د خيبر پښتونخوا د پانګونې ادارې له مسؤلينو وغوښتل، چې د افغان سوداګرو د سوداګريزو توکو په خلاصون کې ورسره همکاري وکړي او پاکستاني سوداګر او پانګوال وهڅوي، چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د کانونو او کرنې په ميکانيزه کیدو برخه کې پانګونه وکړي.

د دې غونډې په پای کې د خیبر پښتونخوا د پانګونې ادارې مسؤلینو افغان سوداګرو ته په یاده صوبه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه یو معلوماتي پریزنټیشن وړاندی کړ.

پنجشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۴۰۲