د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د ایران سوداګرۍ، صنعت او کانونو وزارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د ایران لپاره افغان سوداګریز چاروال ښاغلي معین خوافي، د افغانستان نړیوال نندارتونونو مرکز رئیس ښاغلي محمد صابر لطیفي او د اتاق ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر حسام الدین همراه يې ملتیا کوله دایران سوداګرۍ، صنعت او کانونو وزارت له معین ښاغلي ډاکټر موسوي سره لیدنه ترسره کړه.
 
ښاغلي مهمند د ایران هېواد د افغانانو د ښه او زوړ ګاونډي په توګه یاد کړ او افغان مهاجرینو ته یې د یاد هېواد له پاملرنې مننه وکړه. هغه په افغانستان کې د ایران د پانګونې حجم د جغرافیایی نژدیوالی او کلتوری مشترکاتو لرلو سربیره، لږ او کم وباله او په دغه هیواد کې یې د انرژۍ د تولید، کانونو، کرنې او روغتیا په برخو کې شته فرصتونه تشریح او د ایراني سوداګرو څخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اتاق مرستیال د دواړو هېوادونو لپاره د واخان ځمکني دهلېز د اهمیت په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د سوداګریزو زونونو او د ګډ ترانسپورتي سیستم رامنځته کول مهم وبلل. هغه د ګډو نندارتونونو جوړولو او د ایراني سوداګرو لپاره په افغانستان کې د بازارونو او پانګونې د فرصتونو د لیدو او کتنې لپاره د لازمو شرایط برابرلو برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي موسوي د اتاق لومړي مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو او د هغه د خبرو د اوریدو وروسته، د خصوصي سکتور رول د هېوادونو په پرمختګ کې مهم وباله او د ګډو پانګونو لپاره د ایراني سوداګرو هڅولو برخه کې يې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مهمند او ورسره مل پلاوي د ایران د کرنې او معمارۍ ادارې له رئیس ښاغلي ډاکټر اشرفي، د سوداګرۍ پراختیا او صنعت کور سازمانونو له مسؤلینو سره هم جلا لیدنې ترسره کړې. هغه د کرنې سکتور یو له مهمو سکتورونو څخه وباله او د قوش تیپې کانال یې د افغانستان د کرنې د ودې لپاره یو له مهمو فرصتونو څخه وباله. نوموړي د يادې ادارې له مسؤلينو وغوښتل، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو د پیوستون، د فني او تخنیکي تجربو لیږد او  کرنې برخه کې د سوداګریز پلاوي استولو برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د آفتاب شهر نندارتون د ترسره کولو، په افغانستان کې د صنعت کور ادارې د جوړېدو برخه کې د اتاق د همکارۍ او د طبي وسایلو او درملو برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

پنجشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۴۰۲