د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس او د هېواد یو شمیر سوداګرو د پاکستان اتاقونو فدراسیون سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک پاکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې، د پاکستان پیښور ښار کې افغان قونسل او سوداګریز چاروال، د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د پاکستان اتاقونو فدراسیون له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه.

په دی ناسته کې، د دواړو هېوادونو اتاقونو ترمنځ د لا ډیرې کاري همغږۍ، ګډو نندارتونونو جوړولو، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو زیاتولو، د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره د لازمو آسانتاوو رامنځته کولو، په تورخم، انګور اډه او خیبر پښتونخوا کې افغان سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، له کراچۍ بندر څخه د افغان سوداګرو ۴۰۰ کانتینرونو خلاصون، افغان سوداګرو لپاره د ویزو صدور آسانتیاوو رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا فرصتونو رامنځته کولو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله ترسره شوه.

پنجشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۴۰۲