د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د خراسان رضوي له والي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د بهرنیو چارو وزارت ښاغلي وزیر، د افغان – ایران ګډ اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل او د اتاق ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر حسام الدین همراه د خراسان رضوي له والي ښاغلي یعقوب علي نظري، ایراني دولتي چارواکو او د ایران خصوصي سکتور غړو سره لیدنه ترسره او د ګډو ټرانزیټي، سوداګریزو او صنعتي فرصتونو او په ایران شته افغان سوداګرو ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پانګونې او سوداګرۍ له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونه او هڅې وستایلې او د ایران د سکتوري ادارو له مسؤلینو یې وغوښتل چې د ترجیحي تعرفو او سوداګریزو توکو د کرايې کمولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د اتاق لومړي مرستیال په هغه غونډه کې چې د افغانستان-ایران اتاق له خوا جوړه شوې وه، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر او ورسره ملګري ټیم په حضور کې ګډون وکړ او له افغان سوداګرو سره يې د افغان حکومت د هر اړخیزو همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.
نوموړي د ټولیز امنيت تامين، د صادراتو زياتوالى، د ناقانونه اخاذیو له منځه تلل او د اداري فساد نشتوالى د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ په لاره کې مثبت ګامونه وبلل.

چهارشنبه، مرغومي ۶مه، ۱۴۰۲