د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د خراسان رضوي سوداګرۍ او صنعت اتاق له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ایران د خپل سفر په ترڅ کې په داسی حال کې چې د ایران لپاره د افغانستان سوداګریز چاروال ښاغلي معین خوافي او د ایران – افغان ګډ اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل يې ملتیا کوله د خراسان رضوي صنعت، سوداګرۍ، کرنې او کانونو اتاق له رئیس ښاغلي توکلي زاده او د ایران یو شمیر سوداګرو او پانګوالو سره لیده کاته وکړل.

ښاغلي مهمند په افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې شته فرصتونو تشریح کولو او د ایران او افغانستان ترمنځ ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې د ایراني سوداګرو رول اړین وباله او د ایران سوداګرو او پانګوالو يې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي په هېواد کې بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې لازمو آسانتیاوو لکه: په صنعتي پارکونو کې دوی ته د ځمکې له ویش، د بهرنیو سوداګرو او پانګوالو د شتمنیو خوندیتوب او په افغانستان کې د ټولیز امنیت ډاډ ورکړ. هغه همدارنګه، په افغانستان کې د ایراني سوداګرو لپاره د پانګونې په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او په دی برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

سربیره پردی، ښاغلي مهمند د ګډو نندارتونونو جوړول د تولیدي وړتیاوو پیژندنې او سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا برخه کې اړین وبلل او د ایران سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې د ګډو نندارتونونو په جوړولو کې لازمه همکاري ترسره کړي.

ښاغلي مهمند ایران ته د خپل سفر په جریان کې، د مشهد سوداګرۍ، صنعت او کانونو له کور څخه لیدنه ترسره او د ایران سوداګرو او پانګوالو یو شمیر اندیښنو او سوالونو ته قناعت ورکوونکي ځوابونه وویل. هغه همدارنګه، په مشهد کې د افغان جنرال قونسل ښاغلي جابر انصار، کارکوونکو او یو شمیر افغان سوداګرو سره لیدنه ترسره، په هېواد کې د پانګونې د وضعیت په اړه د مفصلو معلوماتو ورکولو ترڅنګ يې د افغان سوداګرو څخه وغوښتل چې هېواد ته راستانه او په بیلا بیلو برخو کې پانګونه وکړي.

د لیدنو په پای کې، ښاغلي مهمند او ورسره ټیم يې د طوس خراسان صنعتي ښارګوټي تاسیسات و ارزول او د یاد صنعتي ښارګوټي په څیر په افغانستان کې د صنعتي ښارګوټو رامنځته کولو په اړه يې د اړوندو مسؤلینو سره خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

سه شنبه، مرغومي ۵مه، ۱۴۰۲