د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د عزیزي بانک له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق افغان سوداګرو او پانګوالو ته په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د شته ستونزو حل په موخه د عزیزي بانک مسؤلینو سره ناسته جوړه چې پکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عزیزي بانک بازار موندنې رئیس ښاغلي محمد انور رضا، د اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي، د اتاق د غړو او صادراتو پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو  او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

ښاغلي هوتک د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د خصوصي بانکونو رول مهم وباله او عزیزي بانک یې په هېواد کې یو له فعالو بانکونو څخه وباله او سوداګرو او پانګوالو ته یې د سوداګریزو خدمتونو په وړاندې کولو کې د دغه بانک د هڅو ستاینه وکړه.
نوموړي د دغه بانک له مشرتابه پلاوي وغوښتل، چې په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو د بانکي زېرمو د ورکړې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د هېواد سوداګرو او پانګوالو  په یاد بانک کې د دوی د پیسو کنګل کیدل، د هېواد په بندرونو کې د فعالو استازولیو نشتوالی، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د پیسو د لېږد لپاره د لازمو اسانتیاوو نشتوالی د دوی له عمده ستونزو څخه وبلل او د عزیزي بانک له مسؤلینو یې وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي محمد انور رضا د عزیزي بانک د فعالیتونو، تاریخ، لاسته راوړنو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د پیسو د انتقال د څرنګوالي، انلاین خدمتونو، د اسعارو د تبادلې، د کوچنیو پورونو د ورکړې په اړه د معلوماتي پریزنټیشن وړاندی او د شته ستونزو حل برخه کې يې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

سه شنبه، لیندۍ ۲۸مه، ۱۴۰۲