د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان سفارت له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي چارو رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، سید پرویز سادات هوفیاني، جان آقا صادقي او احمد شکیب احمدیار او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د پاکستان سفارت قونسل او اقتصادي مسؤل ښاغلي شوکت علي خان او د یاد سفارت سوداګریزو چاروال ښاغلي زید علي کوثر  سره لیدنه ترسره او د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د ټرانزیټ او سوداګرۍ برخه کې شته ستونزو حل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د پاکستان سفارت مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي ستونزو د حل په موخه پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر ښه والي یې ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د کراچۍ په بندر کې د ۴۰۰ کانټینرونو توقف او د پاکستان لخوا پر یو شمېر وارداتي توکو د ګمرکي محصول زیاتوالی د افغان سوداګرو لویې ستونزې وبللې او د پاکستان سفارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې د ترجیحي سند لاسلیکولو له لارې د دواړو خواوو ترمنځ د ټرانزیټ برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

خان جان الکوزي د تخنیکي ستونزو حل او د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د کمېټو جوړول ارزښتناک وبلل او په دې برخه کې یې د پاکستان سفارت له مسؤلینو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پاکستان سفارت مسؤلینو د اتاق د مشرتابه د خبرو د اورېدو وروسته، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې، د پاکستان په بندرونو کې د لازمو اسانتیاوو  رامنځته کولو او د شته سوداګریزو خنډونو په لرې کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه، ۱۴۰۲