د خصوصي سکتور ملاتړ او همغږۍ بنسټ جوړونې لپاره مشورتي ناسته په اتاق جوړه شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق خدماتي چارو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، سید پرویز سادات هوفیاني او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د غزني ولایتي اتاق رئیس او د مرکزي اتاق څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د مرکزي اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د حرکت ادارې رئیس ښاغلي حجت الله فضلي، د خصوصي سکتور ملاتړ پروګرام سکرتریت مسؤل ښاغلي سلیمان بن شاه او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو د خصوصي سکتور ملاتړ  او  همغږۍ بنسټ جوړونې لپاره مشورتي ناسته چې د حرکت، IFC او نړیوال بانک له لوري د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
 
ښاغلي حجت فضلي د حرکت ادارې فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د یو واحد میکانیزم او ساختار په جوړولو یې چې د خصوصي سکتور څخه به ملاتړ او د هېواد حکومتي ادارو او نړیوالو بنسټونو سره لازمه همغږي رامنځته کوي د ټینګار کولو ترڅنګ، د خصوصي سکتور له مشرتابه يې وغوښتل د ياد شوي ميکانيزم د رامنځته کېدو په اړه خپل وړانديزونه او نظرونه له حرکت ادارې سره شريک کړي.

ښاغلي عرب د دغې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د خصوصي سکتور  انسجام، د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د سوداګرو د ستونزو د حل، په هېواد کې د پانګونې د جلبولو برخه کې اړین وبلل او د یو لوی کنفرانس چې د خصوصي سکتور ټول اړخونه او برخې پکې موجودې وي، د جوړولو غوښتنه وکړه.  

ښاغلي شیرین آغا سخي او الکوزي د یوه واحد دفتر جوړېدل چې د هېواد د خصوصي سکتور ټولو برخو استازیتوب وکړي او د اتاق له قوانینو سره په ټکر کې نه وي د هېواد په اوسني وضعیت کې مهم وباله او په دې برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي عبدالمتین قلندري او احمد شاه حکیمي او سوداګرو او پانګوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې، د داسی یو دفتر چې د اتاق له قوانینو سره په تضاد کې نه وي رامنځته کول اړین او یو نیک ګام وباله.

یکشنبه، مرغومي ۳مه، ۱۴۰۲