د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې د پاکستان سفارت له چارواکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مرکزي اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل ولایتي اتاق مشرتابه، سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود، په کابل کې میشت د پاکستان سفیر ښاغلي نظاماني او د یا سفارت نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي ستونزو، د افغان سوداګرو له ۴۰۰ ډیر په سوداګریزو توکو بار کانتینرونو توقف او د ویزې د صدور ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د اتاق لومړي مرستيال د پاکستان له سفير څخه وغوښتل چې د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو د ټرانزيټي کانتینرونو خلاصون، له افغانستان څخه پاکستان ته د بېلابېلو مېوو د لېږد په لاره کې د پرتو خنډونو د لری کولو، د تعرفې د کمولو، د ټرانسپورټي ستونزو حل او د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته باید جدي پاملرنه وشي او د حل لارې په موندلو کې یې لا زیاتې هڅې وشي.

ښاغلي مهمند زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غواړي چې له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د متقابلې اقتصادي ګټې ولري."
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د پاکستاني سوداګرو شته ستونزې به د اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې به ورته ولټوي او همدارنګه هڅه به وکړي چې د دوه اړخیزه سوداګریزو  او پانګه ایزو اړیکو ښه والي ته لا ډیر کار وکړي.

ښاغلي نظاماني افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د مشرتابه هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د افغان سوداګرو شته ستونزې به د پاکستان له مشرتابه سره شریکې او د له منځه وړلو او پای ټکي کیښودو برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

جمعه، مرغومي ۱، ۱۴۰۲