د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان لپاره د ترکيې نوي سفیر ته د معرفت او ملمستیا ناسته جوړه کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان لپاره د ترکيې نوي سفیر ښاغلي جنک اونال ته د ښه راغلاست، معرفت او ملمستیا مراسم جوړ کړل چې پکې، د چارو ادارې رئیس ښاغلي نورالحق انور، د اقتصادي وزارت سرپرست ښاغلي دین محمد حنیف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د ازبکستان سفیر، د ایران سفیر مرستیال، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، سید پرویز سادات هوفیاني، داوود یوسفزي، جان آقا صادقي او احمد شکیب احمدیار، د کابل اتاق رئیس ښاغلي سید جمیل سادات، د کابل اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د کابل اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، د کابل اتاق مدیره پلاوي غړو او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.
 
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د ترکیې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ترکیه د ګډو کلتوري او دیني ارزښتونو لرونکی هېواد وباله او د ترکیې له سفیر څخه یې وغوښتل چې د سوداګریزو اړیکو او ګډې پانګونې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز انډول د توپیر  پر کمولو ټینګار وکړ او د ترکیې له سفیر څخه یې وغوښتل چې د ترکیې له اړوندو څانګو سره په همغږۍ دې د افغان سوداګریزو توکو لپاره ترجیحي تعرفې وضع کړي.
نوموړي دغه راز له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران له اسلامي جمهوریت څخه وغوښتل، چې ترکیې ته د افغانستان د ټرانزیټ شرایط اسانه کړي.

ښاغلي مهمند ازبکستان د افغانستان لپاره یو مهم سوداګریز او ترانزیتي هیواد یاد کړ او د دغه هیواد له سفیر څخه یې وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکولو او د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په جوړولو کې همکاري وکړي.

د اتاق لومړي مرستیال د افغانستان په رسمیت نه پيژندل، د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانانو د پیسو کنګل کیدل او د هېواد سوداګرو ته د ویزو نه ورکول د خصوصي سکتور له لویو ستونزو څخه وبلل او د سیمې او نړۍ له هېوادونو يې وغوښتل چې په دی برخه کې جدي پاملرنه وکړي.   

محترم نورالحق انور د افغانستان خلکو ته خدمت او د زیربنایي پروژو پلي کول د حکومت لومړیتوبونه وګڼل او د نړۍ له هیوادونو سره یې د مثبت تعامل پر بنسټ د حکومت تګلاره بیان کړه.

ښاغلي دین محمد حنیف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د دغې غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو او راستنیدونکو افغان کډوالو سره یې د ترکیې د بشردوستانه مرستو ستاینه وکړه.

ښاغلي جنک اونال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د دغه ډول غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او د دواړو هېوادونو اړیکې یې دوه اړخیزې وبللې.
نوموړي په افغانستان کې د ټولیز امنیت هرکلی وکړ او دا یې د پانګونې او سوداګرۍ د بهیر د چټکتیا لپاره یو ښه فرصت وباله.

د ترکیې سفیر په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې په برخه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د مرستو ستایلو ترڅنګ، د افغانستان خلکو ته د ترکيې سفارت ټولو قونسلي خدماتو لکه افغان سوداګرو او پانګوالو ته د ویزو ورکول، د ترکيې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو او یو شمیر نورو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ازبکستان سفیر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د ښه والي خبر ورکړ او په تېرو وختونو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترسره شویو ګډو غونډو یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.

د افغانستان لپاره د ایران مرستیال سفیر د بشردوستانه مرستو برابرولو، سوداګریزو او پانګه ایزو چارو، ریل پټلۍ او ټرانزیټ برخه کې د هوکړه لیکونو لاسلیکولو څخه د ایران اسلامي جمهوریت د چمتووالي خبر ورکړ او د ایران له لارې د افغان سوداګرو ټرانزيټ برخه کې يې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه.

پنجشنبه، لیندۍ ۳۰مه، ۱۴۰۲