د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سیاسي دفتر رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د اتاق دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز  په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سیاسي دفتر رئیس ښاغلي سهیل شاهین سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو شته ستونزو او په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا بهیر څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او په هېواد کې یې د سوداګرۍ د ودې بهیر د ښه کېدو په حال کې وباله. هغه له ښاغلي شاهین څخه وغوښتل چې د هېواد په بهرني سیاست کې اقتصادي او سوداګریزو پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي سرفراز باز په هېواد کې بانکي راکړې ورکړې د بهیر ښه والي ته اشاره وکړه او د سوداګرو عمده ستونزې یې د ځینو هېوادونو له خوا د ویزو نه ورکول او د سیمې له هېوادونو سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ټرانزیټي تړونونو نشتوالی وباله.

ښاغلي شاهین د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د پلانونو او نظریاتو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ټرانزیټي تړونونو د لاسلیکولو په برخه کې به هڅې وکړي او یاده موضوع به د افغان حکومت له مشرتابه سره شریکه کړي.

دوشنبه، لیندۍ ۲۷مه، ۱۴۰۲