د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کابل نړیوال هوايي ډګر د ځینو پروژو پیل مراسمو کې ګډون وکړ

د خصوصي سکتور غړو د کابل نړیوال هوايي ډګر  مشرتابه سره په همغږۍ د ۷ عام المنفعه پروژو تطبیق او پیل د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، سید پرویز سادات هوفیاني او احمد شکیب احمدیار، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود، ولمانځه او یادې پروژې يې ګټې اخیستنې ته چمتو وبللې.

د ټرانسپورټ وزارت مرستیال د دې مراسمو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد د مشهورو سوداګرو او پانګوالو له لوري د پلي شویو پروژو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یادو پروژو د پلي کېدو له امله یې د هغو څخه مننه وکړه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د سوداګرو او پانګوالو رول مهم وباله او له ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو یې وغوښتل چې د پانګونې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي او د زیربنایي پروژو په تطبیق کې فعاله ونډه واخلي.

ښاغلي مهمند د هېواد وده او پرمختګ په ټولیز امنیت پورې تړلی وباله او د هېواد د نړیوالو هوايي ډګرونو معیاري کول یې د سوداګرۍ په زیاتوالي کې مهم وګڼل.
نوموړي له افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې د هېواد د ابادۍ  په برخه کې له حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.

دوشنبه، لیندۍ ۲۷مه، ۱۴۰۲