د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ټرانسپورټ اتحادیې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مد یره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او جان آقا صادقي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د کابل سوداګرۍ اتاق سوداګریزو چارو  مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده د ترانسپورټ اتحاديې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره او د دوی شته ستونزې يې واوریدې.

د ټرانسپورټ اتحادیې مسؤلین له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د معیاري میکانیزم نشتوالی، د مالیې وزارت له لوري د ۱۳۹۵-۱۳۹۹ مالياتو بیا څېړنه، په خصوصي بانکونو په ځانګړې توګه میوند بانک کې د سوداګرو د پیسو کنګل کېدل او د کراچۍ بندر کې له ۵۰۰ څخه د ډیرو کانتینرونو متوقف کیدل له خپلو عمده ستونزو څخه وبلل او د یادو ستونزو په حل کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د ټرانسپورټ اتحادیې د مسؤلینو د ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د ټرانسپورټ اتحادیې له مسؤلینو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق وسپاري څو اتاق يې د حل برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.  

ښاغلي مهمند د تېرو کلونو د مالیاتي اسنادو د بیا څېړلو او په یوه بڼه د مالیاتو د راټولولو په برخه کې د ستونزو د حل په موخه د اتاق د مشرتابه له هڅو خبر ورکړ او زیاته یې کړه "د پورته ستونزو حل په موخه د مشرتابه مقام دفتر لخوا د سکتوري وزارتونو ګډه کمېټه رامنځته کړې شوې ده څو یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي."
نوموړي ژمنه وکړه چې، د لوړ تناژ ټرانسپورټي وسایطو مهالویش او  لارې تنظیمولو موضوع به د ټرانسپورټ او هوايي چلند او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون سره شریکه کړي.

یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه، ۱۴۰۲