د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د قطر سوداګرۍ اتاق له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د اتاق دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز په داسی حال کې چې، د هېواد یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله، د قطر سوداګرۍ اتاق له رئیس ښاغلي شیخ خلیفه بن جاسم آل تاني سره لیدنه ترسره او د سوداګرۍ پراختیا او دواړو اتاقونو همکارۍ په اړه يې خبرې وکړې.

ښاغلي احمدیار په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین او افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو ستایلو ترڅنګ، زیاته کړه چې، د امنیت او سولې په رامنځته کېدو سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي احمدیار په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اتاق د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د قطر اتاق رئیس ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او قطري پانګوال پانګونې ته وهڅوي.

ښاغلي بن جاسم آل تاني د ښاغلي احمد یار له بلنې مننه وکړه او افغانستان ته یې د سفر بلنه ومنله او زیاته یې کړه چې په روان کال کې به د سوداګرۍ او پانګونې د شته فرصتونو د ارزونې په موخه یو سوداګریز پلاوی افغانستان ته واستوي.
نوموړي له هېواد سره د قطر د اقتصادي او بشري مرستو پر دوام د ټینګار ترڅنګ، په افغانستان کې د قطر د پانګونې په برخه کې د خپلو هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

شنبه، لیندۍ ۲۵مه، ۱۴۰۲