د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د اسلامي همکاریو سازمان عالي شورا په ۳۹مه ناسته کې ګډون وکړ

د اسلامي همکاریو سازمان OIC عالي شورا ۳۹مه ناسته د عالي شورا عمومي رئیس ښاغلي عبدالله صلاح په مشرۍ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د ۵۷ اسلامي هېوادونو اتاقونو رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د اسلامي مارکیټ رامنځته کولو، د اسلامي هېوادونو ترمنځ  ګډو پانګونو ته د زمینې برابرولو، د اسلامي هېوادونو سوداګرۍ او پانګونې پراختیا، سوداګرو ته د ویزو آسانتیاوو رامنځته کولو، د فلسطین زیانمن او کړیدلي ولس ته خیریه صندوق جوړولو، د سوداګرۍ او صنعت اتاق نوم په سوداګرۍ او پراختیا بدلولو او ټولټاکنو ترسره کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه، ۱۴۰۲