د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د قطر لپاره د افغانستان له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د اتاق د دارالإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اتاق عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي په ملتیا د قطر لپاره د افغانستان له سفیر ښاغلي محمد نعیم وردګ سره لیدنه ترسره او په هېواد کې يې د شته پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدیار په هېواد کې اوسنی وضعیت او د پانګه ایزو چارو لپاره د لازمو آسانتیاوو شتون د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او له ښاغلي وردګ يې وغوښتل چې، قطري سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې او ګډو نندارتونونو جوړولو ته وهڅوي.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د هېواد په مالیاتي سیستم کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو او د ګران هېواد افغانستان نارینه او ښځینه قشرونو ته د تعلیم او تحصیل زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او په دی برخه کې يې د افغان حکومت اړوندو ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.  

ښاغلي وردګ د اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ګډو نندارتونونو جوړولو او په افغانستان کې د پانګونې په موخه، د قطري سوداګرو او پانګوالو هڅونې برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه، ۱۴۰۲