د قطر سوداګرۍ اتاق د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ته دروند هرکلی او ملمستیا وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د اتاق د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز په داسی حال کې چې، د هېواد یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله د قطر سوداګرۍ اتاق لخوا دوی ته او د نورو اسلامي هېوادونو اتاقونو رئیسانو ته په جوړه کړې شوې ملمستیا کې ګډون وکړ.

ددی ملمستیا او ناستې په ترڅ کې، د اسلامي هېوادونو اتاقونو ترمنځ د همکارۍ او په نږدې راتلونکي کې د کنفرانس جوړیدو په اړه خبرې اترې وکړې.

شنبه، لیندۍ ۲۵مه، ۱۴۰۲