د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغان حکومت او ازبیکستان سوداګریز پلاوي ګډه ناسته کې ګډون وکړ

د بلخ سیمه ایز حکومت چارواکو، خصوصي سکتور غړو او د ازبکستان سوداګریز پلاوي په بلخ کې ولایت کې، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډون پانګونو رامنځته کولو په موخه، ګډه ناسته جوړه کړه چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د بلخ ولایت مقام، د ازبیکستان سوداګریزو پلاوي، د بلخ ولایتي اتاق سرپرست، د نفتي موادو اتحاديې رئیس ښاغلي مؤمن ضیايي او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

ښاغلي مهمند ازبیکستان یو دوست، ښه ګاونډی او د ګډو دیني او کلتوري ارزښتونو لرونکی هېواد وباله او د سوداګرۍ او ګډې پانګونې پراختیا یې د دواړو هېوادونو په ګټه وګڼله.  
نوموړي ازبیکستان ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي او د روغتیا په برخه کې د ګډې پانګونې پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د افغانستان د خصوصي سکتور د مشرتابه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مایل احمدي د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختګ کې د ازبیکستان رول مهم وباله او ژمنه یې وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو د ښه والي په برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.

شنبه، لیندۍ ۲۵مه، ۱۴۰۲