د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د قطر ۲۰۲۳ نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي امید غفورزي يې ملتیا کوله، د قطر ۲۰۲۳ نړیوال نندارتون څخه لیدنه ترسره کړه.

دغه نندارتون چې د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې به ۶ میاشتې دوام وکړي د افغانستان په ګډون کابو  ۸۰ هېوادونو خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي. سږ کال یو شمېر افغان سوداګرو د هېواد محصولات لکه: غالۍ، وچه مېوه، زعفران او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي دي.

ښاغلي احمديار د نورو هېوادونو د توليداتو د ليدنې پر مهال د افغان سوداګرو له غرفو څخه هم ليدنه وکړه، د هېواد د سوداګرو ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل او د حل په برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ او د راتلونکي کال په نندراتون کې د افغان سوداګرو د پراخ ګډون ډاډ ورکړ.

جمعه، لیندۍ ۲۴مه، ۱۴۰۲