د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د نړیوال بانک له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د نړیوال بانک، UNDP او ILO له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره او په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو سکتورونو ملاتړ په اړه يې خپل نظرونه مطرح او خبرې اترې وکړې.

د نړیوال بانک، UNDP او ILO مسؤلینو د کوچنیو او منځنیو متشبثینو د ملاتړ خبر ورکړ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه يې وغوښتل چې د هرات ولایت په زلزله کې د ځپل شویو منځنیو او کوچنیو متشبثینو په پیژندنه کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي هوتک په هرات ولایت کې خصوصي سکتور ته د رسیدلو زیانونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، د درندو او سپکو صنایعو، زعفرانو، وچې میوې، لاسي صنایعو، بانکونو او ودانیو برخه کې هرات یو ستر تولیدي ولایت وباله.

همدارنګه، نوموړي د هرات ولایت خصوصي سکتور ستونزو او فرصتونو پیژندلو په موخه د یو کنفرانس په جوړولو د ټینګار کولو ترڅنګ، نړیوالو ادارو سره په هرات کې ولایت کې د زیانمنو سکتورونو په پیژندلو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، لیندۍ ۲۲مه، ۱۴۰۲