د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ د سوداګریز پیوستون ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق خصوصي سکتور ته د سوداګریزو خدماتو وړاندی کولو او بهرنیو پانګونو جلبولو په سلسله کې، دا ځل د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو پیوستون ناسته جوړه چې پکې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد ګردیزي او محمد داود یوسفزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د افغانستان لپاره د ترکي سفارت سوداګریزو چاروال ښاغلي امره قبیل، د پکتیکا، لوګر او خوست ولایتي اتاقونو رئیسانو، افغان او ترکي مطرح سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

ښاغلي مهمند په کابل کې د ترکیې سفیر او ورسره ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ترکیه د افغانستان پخوانی دوست هېواد وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د اتاق لومړي مرستیال په هېواد کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد له منځه تلل او د کوکنارو د کښت مخنیوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او د دواړو هېوادونو له سوداګرو او پانګوالو څخه یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د کان کیندنې، د کرنې میکانیزه کیدو او د بریښنا په تولید کې ګډې پانګونې وکړي.

ښاغلي امره، افغانستان ته د ترکیې د سوداګریز پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا، په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ میکانیزه کیدل، د بیخ بنسټیزو پروژو پلي کول او همدارنګه د افغان سوداګرو او پانګوالو سره د سوداګریز پیوستون ناسته وبلله.

ښاغلي شیرین اغا سخي افغانستان ته د ترکیې د سوداګریز پلاوي سفر د سوداګریزو اړیکو او پانګونې د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼلو ترڅنګ، ترکیه یې یو دوست او ورور هېواد وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ښو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر درلودلو ټینګار وکړ.

ښاغلي الکوزي د دا ډول غونډو جوړول د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې لپاره یو ښه فرصت وباله او زیاته يې کړه چې د افغان سوداګرو یوه لویه ستونزه له ترکیې څخه د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو نشتوالی دی.

ښاغلي هوتک په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسبو شرایطو ته د اشارې کولو ترڅنګ، له ترکي سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې شته فرصتونو ته په پام سره، پانګونه وکړي.

سه شنبه، لیندۍ ۲۱مه، ۱۴۰۲