د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سپین بولدک اتاق له مشرتابه، سوداګرو او واردوونکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د سپین بولدک اتاق رئیس ښاغلي عبدالهادي، د ټوکر اتحاديې له رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله او د هېواد یو شمیر سوداګرو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د دوی د شته ستونزو او حل لارو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

سوداګرو خپلې شته ستونزې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو د درې سوه کانټینرونو د بندېدو، ترانسپورتي ستونزو او له بندر عباس څخه تر افغان پولې پورې د کرایې زیاتوالي، د ګمرکونو ستونزې او نورې ستونزې اتاق له مشرتابه سره شریکې او یادو ستونزو ته د حل مناسبو لارو چارو غوښتنه يې وکړه.  

ښاغلي الکوزي پاکستان ته د اتاق د مشرتابه د تېر سفر یادونه وکړه چې په پایله کې یې شاوخوا درې زره کانټینرونه چې په کراچۍ بندر کې بند پاتې وو، خوشې شول او د اتاق د هڅو په دوام یې د نورو هغو کانتینرونو چې په برښنايي وسایلو، د موټر پرزو او خوراکي موادو بار دي د خلاصون ډاډ ورکړ.   

ښاغلي مهمند سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو او د هغوی د ستونزو اورېدو وروسته زیاته کړه "اتاق تل هڅه کړې چې د هېواد د سوداګرو ستونزې د هېواد له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړي او د دوی د ستونزو د حل په ترڅ کې د هېواد سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي."
نوموړي زياته کړه، چې نن يې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د درې سوه کانټينر مالونو د بندېدو د ستونزې په اړه له دولتي چارواکو سره خبرې کړې او په پام کې ده، چې د يو شمېر دولتي چارواکو سره به د یادو ستونزو څیړلو او ورته د حل لارو پیداکولو په موخه ناستې وکړي.

ښاغلي شیرین اغا سخي د مالیې وزارت له خوا د رامنځته شوې نوې کړنلارې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه "دغه وزارت به یوه نوې کړنلاره جوړه کړي چې له مخې به یې له ټولو سوداگریزو توکو څخه دوه سلنه اضافي مالیه راټولیږي.

ښاغلي ضیاالدین اچکزي د سپین بولدک اتاق له مشرتابه سره په جلا ناسته کې ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکوي او د حل په موخه به یې هڅې کوي.

سه شنبه، لیندۍ ۲۱مه، ۱۴۰۲