د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي د "ابو علي سینا" په نوم د نندراتون جوړولو په موخه مقدماتي ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د افغانستان نړیوال نندراتون مرکز رئیس ښاغلي محمد صابر لطیفي، د اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي، د عامه اړیکو او صادراتو پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو د روغتیايي محصولاتو نندارې ته د کیښودو په موخه د "ابو علی سینا" په نوم نندراتو جوړولو په هکله، مقدماتي ناسته ترسره کړه.

ښاغلي هوتک د نندارتون جوړولو څرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندی او د اتاق د مختلفو ډیپارټمنټونو مسؤلینو څخه وغوښتل چې، د نوم لیکنې پروسې چټکتیا، د ملاتړ کوونکو جلب او جذب، کورنیو او نړیوالو شرکتونو، د بازار موندنې ټیم رامنځته کولو او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو برخه کې یو د بل سره لازمه همکاري ترسره کړي.

شنبه، لیندۍ ۱۸مه، ۱۴۰۲