د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د معمار ودانیز شرکت تولیداتو معرفۍ کنفرانس کې ګډون وکړ

د  افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کابل سواګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د معمار ودانیز شرکت عامل پلاوي رئیس ښاغلي نجیب الله پاینده، د ښار جوړونې او مسکن وزارت د دفتر ریاست مقام، د ښاري چارو رئیس او د هېواد سوداګرو او پانګوالو د معمار ودانیز شرکت تولیداتو معرفۍ کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي نجیب الله پاینده د یاد شرکت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه چې د کاینات ګروپ شرکت یوه برخه ده، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه "د کاینات ګروپ شرکت په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې په هېواد کې خپل فعالیت پیل کړی او په ودانیزو او سړک جوړونې برخه کې يې په ټول افغانستان کې بیلابیلې پروژې تطبیق کړي دي.  

ښاغلي مهمند د افغانستان اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په حال کې وباله او په هېواد کې یې د امنیت د ټینګښت، د کوکنارو د کښت مخنیوی او د اداري فساد له منځه تلل په هېواد کې د پانګونې مناسب فرصتونه وبلل او د کاینات ګروپ له مسؤلینو یې وغوښتل چې، په هیواد کې د زیربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې ډیره پانګونه وکړي.

د اتاق لومړي مرستیال د افغانیو د بیې ثبات د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په پانګونې پورې تړلی وباله او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې د ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.

چهارشنبه، لیندۍ ۱۵مه، ۱۴۰۲