د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د ایران سفارت له سوداګریزې آتشې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي يې ملتیا کوله، د افغانستان لپاره د ایران سفارت سوداګریزې آتشې ښاغلي حسین روستايي سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي روستايي د سیمې او نړۍ د سوداګرو ترمنځ د نندارتون او سوداګریزې غونډې په اړه چې په نږدې راتلونکي کې د ایران د سوداګرۍ اتاق او د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا په تهران کې جوړیږي، تفصیلي معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې، په یاد نندارتون کې د ګډون په موخه، افغان سوداګر او پانګوال وهڅوي.  

ښاغلي مهمند په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې شته فرصتونه، سوداګریزې اړیکې او په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او ایران د ګڼو ناستو لاسته راوړنې مهمې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ پر پراختیا د ټنګار کولو ترڅنګ، په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو او پانګوالو هڅولو برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.  

سربیره پردی، ښاغلي مهمند د دغه شان نندارتونونو او کنفرانسونو جوړول د سوداګرۍ د ودې او د هېواد د توليدي محصولاتو د معرفي کولو لپاره يو ښه چانس وباله او د اتاق عامل پلاوي مسؤلینو ته يې دنده ورکړه چې، د هیواد د بیلابیلو تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکتورونو د اتحادیو مشرانو او مسؤلینو ته بلنه ورکړي او د یاد نندارتون په اړه ورته هر اړخیز معلومات وړاندی کړي.

چهارشنبه، لیندۍ ۱۵مه، ۱۴۰۲