د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د کندهار او هرات ولایتي اتاقونو مشرتابه پلاوو د افغانستان لپاره د چین له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د مرکزي اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف الدین او د هرات ولایتي اتاق اجرائیوي مدیر ښاغلي یوسف امین يې ملتیا کوله د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاوشینګ سره لیدنه ترسره، او د سوداګریزو اړیکو پراختیا، پانګونې فرصتونو او افغان سوداګرو ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي محمد یونس مهمند د هرات ولایت زلزله ځپلو سره د چین بشردوستانه مرستې او د هرات او کندهار ولایتي اتاقونو مشرتابه پلاوو رابلل وستایل او په افغانستان کې د شته پانګه ایزو فرصتونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکني دهلیز رامنځته کولو له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي او د افغان سوداګرو ویزو ستونزو یادونه يې وکړه.
نوموړي د ټولیز امنیت تامین، د فساد له منځه تلل او د کوکنارو د کښت مخنیوی په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه وبلل او د چین له سفیر څخه یې وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې د ستونزې د حل په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي او چیني سوداګر په افغانستان کې بیلا بیلو سکتورونو کې پانګونې ته وهڅوي.  

ښاغلي محمد صدیق مهمند په کندهار کې د پانګونې د فرصتونو، له چین سره د سوداګرۍ په پراختیا کې د دغه ولایت د سوداګرو د لېوالتیا او افغان سوداګرو ته د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د چین سفیر ته یې بلنه ورکړه چې کندهار ته سفر وکړي او له نږدې د یاد ولایت د پانګونې فرصتونه وګوري.

ښاغلي یوسف امین له چین سره د هرات ولایت پراخو سوداګریزو اړیکو، له چین څخه د خامو موادو په واردولو کې د هرات د تولیدي فابریکو اړتیاوو پوره کولو او له هغه هېواد سره د هرات د سوداګرو د ویزې ستونزې ته اشاره وکړه او دغه راز یې له چین څخه د افغانستان صادراتو ته د ترجیحي تعرفو د ورکړې له امله مننه وکړه.

ښاغلي هوتک د ګډو نندارتونونو جوړولو په ځانګړي ډول په چین کې د افغاني محصولاتو د نندارتون په ترسره کولو او د اتاق د کارکوونکو د ظرفیتونو په لوړولو باندې د ټینګار کولو ترڅنګ، له دغه هېواد سره د پخوانیو همکاریو د دوام په اړه زیاته کړه چې پخوا د چین سفارت د اتاق په رسمي مکتوب او د سوداګریزو شرکتونو د بلنې له مخې هره اونۍ د هېواد لس تنه سوداګرو ته ویزې ورکولې او نوموړي د دې پروسې د دوام غوښتنه وکړه.

ښاغلي ژاوشینګ د اتاق مشرتابه ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هرات له زلزله ځپلو سره د چين د مرستو پر دوام او د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ او په آمو سیند او نورو ولايتونو کې يې د چين د پانګونې يادونه وکړه. نوموړي د ویزې د ورکړې په اړه وویل "د چین سفارت به هڅه وکړي چې افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي."

د چین سفیر زیاته کړه چې یو چینایي پانګوال په افغانستان کې د جلغوزیو د پروسس په برخه کې پانګونې ته لېواله دی او ژمنه یې وکړه چې نور چینايي پانګوال به هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي. همدارنګه، د چین سفیر کندهار او هرات ولایتونو ته د خپل سفر په اړه ډاډ ورکړ.

دوشنبه، لیندۍ ۱۳مه، ۱۴۰۲