د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کندهار او پکتیکا ولایتي اتاقونو له رئیسانو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند او د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي ضیاءالحق وزیرزي سره لیدنه ترسره، او د یادو ولایتي اتاقونو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او خدماتو څرنګوالي په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي محمد صديق مهمند د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعاليتونو او لاسته راوړنو او د دغه ولايت د سوداګرو او پانګوالو د شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د مرکزي اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د سوداګرو د شته ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

ښاغلي ضیاالحق وزیرزي د پکتیکا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پکتیکا ولایت د سوداګرو لپاره د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو له فعالو اتاقونو څخه وګاڼه او د یاد اتاق د شته ستونزو یادونه یې وکړه.
نوموړي د مرکزي اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د پکتیکا ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لپاره د ځمکې د اخیستلو او ودانیزو چارو په برخه کې د بودیجې تخصیص ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي محمد یونس مهمند د کندهار او پکتیکا اتاقونو د رئیسانو د خبرو له اوریدو وروسته د یادو اتاقونو بی سارې هلې او ځلې او نه مخینه لرونکي فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د یادو اتاقونو د ستونزو په حل کې به هر ډول همکاري کوي.
نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له سرپرست څخه وغوښتل، چې د پکتیکا د سوداګرۍ اتاق د وضعیت څېړلو په موخه دې یاد ولایت ته یو پلاوی واستوي.

دوشنبه، لیندۍ ۱۳مه، ۱۳۰۲