د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د لوی نظارت اقتصاد سکتور له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په ملتیا د لوی نظارت اقتصاد سکتور له رئیس ښاغلي محمد نعمان ابو طیب سره د لیدنې په ترڅ کې،  هغه ته د اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندی کړل.

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یوه خپلواکه، غیر سیاسي، غیر انتفاعي اداره وبلله چې له ۹۰ کلونو ډیرې مودې راهیسې د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته سوداګریز خدمات وړاندې کوي. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رول د اقتصادي ودې او پراختیا، زیربنایي پروژو تطبیق او کار موندنې په برخه کې مهم وباله او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یې له اړوندو دولتي ادارو سره د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي ابو طیب د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لاسته راوړنې وستایلې او د لوی نظارت ادارې، فعالیتونو او مسوولیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې، د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د سوداګریزو او پانګه ایزو خدماتو وړاندی کولو برخه کې د حکومت د مشرتابه د فرامینو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.

شنبه، لیندۍ ۱۱مه، ۱۴۰۲