د هرات ولایت د سبزیو او تازه میوې اتحاديې خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داود یوسفزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د اتاق سلاکار امید حیدري په حضور کې، د هرات ولایت د سبزیو او تازه میوې له رئیس ښاغلي حاجي اسحاق سره د لیدنې په ترڅ کې، د یاد ولایت د تازه میوو او سبزیو لپاره د مارکیټ جوړولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي اسحاق د هرات ولایت د تازه میوو او سبزیو د څلورو مارکیټونو یادونه وکړه او د میوو او سبزیجاتو د یوه لوی مارکیټ جوړیدل چې په نړیوالو معیارونو برابر دي او سړې خونې، پروسس او بسته بندي په کې شامل دي اړین وباله. نوموړي د اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د ياد مارکېټ د جوړولو لپاره د ځمکې د تخصيص په برخه کې له اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند ښاغلي اسحق او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې په هرات ولایت کې د میوو او سبزیو د یوه لوی مارکیټ د جوړولو لپاره د ځمکې په تخصیص او د اړوندو ادارو سره په همغږۍ او د سړو خونو په جوړولو کې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي د هرات او غزني په ګډون د هېواد بېلابېل ولایتونو کې د زېرمه کولو او صادرلو په موخه د سړو خونو جوړول مهم وبلل.
نوموړي د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په ګډه د لمریزې انرژۍ په کارولو سره د معیاري سړو خونو په جوړولو کې ونډه واخلي.

د اتاق لومړي مرستیال له ښاغلي اسحق څخه وغوښتل چې خپل وړاندیزونه او ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، تر څو دغه اتاق وکولای شي د ځمکو د استملاک او عملي کار په اړه له اړوندو دولتي ادارو سره خبرې وکړي.

شنبه، لیندۍ ۱۱مه، ۱۴۰۲