د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د ولایتي اتاقونو عامل مدیرانو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د چارو د ښه والي او د ولایتي اتاقونو د ستونزو د حل په موخه انلاین غونډه وکړه، چې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، حقوقي سلاکار، مالي مفتش، د مرکزي اتاق د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او د ولایتي اتاقونو اجرائیوي مسؤلینو په کې ګډون درلود.

ښاغلي هوتک د ولایتي اتاقونو رول د غړو په جلب او جذب او د هېواد خصوصي سکتور ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم وباله او خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو، د دوی د ستونزو هواري لپاره د مرکزي اتاق سره د منظمو اړیکو نیولو، د حکومتي فرامینو تطبیق، په کار کې چټکتیا، د اتاق د عوایدو زیاتوالي او د مرکزي اتاق مسؤلینو سره د اقتصادي طرحو شریکولو برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.  

په دې ناسته کې، د ولایتي اتاقونو یو شمېر عامل مدیرانو، حقوقي سلاکار او د دې اتاق د بېلابېلو څانګو مسوولینو د یو شمېر نورو سوداګریزو موضوعاتو او ویناوو تر څنګ د خپلو کاري څانګو او د اساسنامې په رڼا کې د ولایتي اتاقونو د فعالیتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

شنبه، لیندۍ ۱۱مه، ۱۴۰۲