د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د چارو ادارې عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق مالي رئيس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داوود یوسفزي، د اندخوی ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله، د چارو ادارې له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره او د مالیاتي ستونزو حل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د اوسپنې پټلۍ د ریاست له خوا د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو د دوه چنده مالیاتو د ورکړې په برخه کې د سوداګرو ستونزې د چارو ادارې له عمومي رئیس سره شریکې او له هغه يې وغوښتل چې د سوداګرو ستونزو د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.
نوموړي له يادې ادارې سره د اتاق او خصوصي سکتور د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه.

د چارو ادارې عمومي رئيس د سوداګرو لپاره د خدمتونو او اسانتياوو برابرول د دولتي سکتورونو دنده وبلله او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، لیندۍ ۹مه، ۱۴۰۲