د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د "ملي شفاء" درملیز شرکت څخه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د ملي شفاء درملیز شرکت رئیس ښاغلي نثار احمد تره کي هم حضور درلود، د ملي شفاء درملیز شرکت څخه چې یو څه موده وړاندی د اورلګیدنې په پایله کې زیانمن شوی وه، لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي نثار احمد تره کي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال او ورسره ملګري پلاوي د دغه شرکت څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد شرکت د فعالیتونو، تولیداتو او د اور لګېدنې له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه هر اړخیزو معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د یاد شرکت د مالي زیان اندازه له  ۵۰۰ زره امریکایی ډالرو څخه زیاته اټکل کړه.

ښاغلي مهمند د ملي شفاء درملیز شرکت تولیدات د روغتیا سکتور لپاره اړین وبلل او اور لګیدنه يې ستر زیان وګاڼه.
نوموړي د نورو تولیدي فابریکو له مسوولینو وغوښتل چې د خپلو فابریکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او د ورته پېښو مخنیوی وکړي او د هېواد له خصوصي سکتور په ځانګړي ډول له تولیدي سکتور سره د همکارۍ په برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۴۰۲