"د واخان دهلیز د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ یوه بدیله لاره" کنفرانس په د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې ترسره شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو توکو لیږد، ټرانزیټ او سوداګرۍ پراختیا او په دی برخه کې د بدیلو لارو موندلو په موخه "د واخان دهلیز د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ یوه بدیله لاره" جوړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اندخوی او هلمند ولایتي اتاقونو رئیسانو، د پکتیا، بدخشان او تخار ولایتي اتاقونو اجرائیوي آمرینو، د ټوکر، تازه میوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو اتحادیو رئيسانو او غړو، د هېواد سوداګرو او پانګوالو او کورنیو او بهرنیو رسنیو په کې ګډون درلود.
   
ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د جغرافیایي موقعیت او د ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د هېواد د اقتصادي او سوداګریزې ودې په برخه کې یې د بدیلو لارو پیدا کول مهم وګڼل.

ښاغلي مومند د واخان ځمکني دهلېز اهمیت او له چین سره د هغه نښلونې ته په اشارې سره زیاته کړه "د واخان ځمکني دهلېز له لارې له چین څخه د وارداتي مالونو لېږد په کم لګښت او په کم وخت کې ترسره کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا بنسټ جوړوِي.
سربېره پردی، دغه دهلېز د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو او ایران سره د چین او افغانستان د نښلولو نقطه ګڼل کېدای شي.

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښه والي غوښتونکی شو او له دولتي چارواکو یې وغوښتل چې د واخان دهلېز د جوړولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي شیرین آغا سخي په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د اتاق د هڅو په اړه خبرې وکړې. هغه د هېواد اقتصادي پرمختګ په ترانزیتي لارو پورې تړلی وباله او د یادو لارو په جوړولو کې یې د هېواد د خصوصي سکتور مشرتابه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز په دې کنفرانس کې د جامو، تازه میوو او قیمتي ډبرو د اتحادیې رئیسانو په یو شمېر ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دوی د ستونزو د کمولو او همدارنګه د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د بدیلو لارو پیدا کول مهم وبلل.

سه شنبه، لیندۍ ۷مه، ۱۴۰۲