د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د چین هېواد له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، په داسې حال کې چې، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود، د چین هېواد د برښنايي، سافټویر، ماشینرۍ، سپورټي او لوژیستیکي سامان آلاتو شرکتونو له استازو سره په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره، او په هېواد کې يې د پانګونې په اړه خبرې اترې وکړې.  

د چين سوداګرو په بېلا بېلو برخو په تېره بيا د کانونو، برېښنايي وسايلو د توليد، د لمريزې انرژۍ د توليد، د لويو لارو جوړولو، د دواړو هېوادونو د سوداګريزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخو کې د ګډې پانګونې يادونه وکړه او له یادو شرکتونو سره يې د پانګونې په برخه کې د سوداګرۍ اتاق د هراړخيزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند چینايي سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او په هېواد کې یې شته فرصتونه په یادو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب وبلل.

د اتاق لومړي مرستیال چین د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزې ودې په برخه کې پخوانی ملګری وباله او د سوداګرۍ د زیاتوالي او د ټرانسپورټ د لګښتونو د کمولو په برخه کې یې له چین سره د واخان له لارې د افغانستان د ټرانزیټ نښلول مهم وبلل.

دوشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۴۰۲