د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د سپین زر شرکت له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي هم حضور درلود، د سپین زر شرکت له رئیس ښاغلي اسدالله پوپل سره لیدنه ترسره او په مختلفو سکتورونو کې يې د پانګونې په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي اسدالله پوپل د سپین زر شرکت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او تاریخ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه "دغه شرکت په افغانستان کې اوږده کاري تجربه لري او د کورنیو جګړو پر مهال یې هم په یوه ګاونډي هیواد کې سوداګریز او پانګه ایز فعالیت درلود او اوسمهال غواړي چې، په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړې توګه د پنبې په تولید او پروسس، د ټوکر جوړولو فابریکه او د برېښنا په تولید کې بیا پانګونه وکړي.
نوموړي له یاد شرکت سره د پانګونې او کاري زمینې د رامنځته کولو په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مومند ښاغلي پوپل او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په هېواد کې د ټولیز امنیت تامین او د حکومت له لوري د سوداګرو لپاره د ښه کاري چاپېریال رامنځته کول په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسبه فرصت وباله او د یاد شرکت سره د پانګونې او کاري زمینې د رامنځته کولو په برخه کې یې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، لیندۍ ۶مه، ۱۴۰۲