یو تن مطرح سوداګر د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت اقتصادي طرحې تطبیق په موخه هېواد ته راستون شو

هېواد ته د افغان مطرح سوداګرو او پانګوالو راسنیدو په سلسله کې، دا ځل د پروان سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د هېواد پیژندل شوی سوداګر ښاغلي حاجي محمد نذیر د دوه کاله او ۶ میاشتو راستون شو.

یو څه موده وړاندی په ترکیه کې د افغان سوداګرو او پانګوالو اقتصادي کنفرانس چې د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزارء اقتصادي مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او په استانبول کې میشت افغان سوداګرو او پانګوالو په کې ګډون کړی وه، په دی کنفرانس کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال افغان سوداګرو او پانګوالو ته د هېواد اقتصادي طرحې او وړاندیزونه مطرح او له هغوی څخه يې وغوښتل چې هېواد ته راستانه او په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلی محمد نذیر د هغو سوداګرو له جملې څخه دی چې، یادې طرحې ملاتړ په موخه هېواد ته راستون شوی او غواړي چې په مختلفو سکتورونو کې خپلو اقتصادي او سوداګریزو چارو ته دوام ورکړي.

شنبه، لیندۍ ۴مه، ۱۴۰۲