د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د ماليې وزارت ګمرکونو له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د هېواد یو شمیر هغو سوداګرو چې د بهر څخه سمنټ واردوي ملتیا کوله، د ماليې وزارت ګمرکونو له عمومي رئیس ښاغلي عبدالمتین سعید سره لیدنه ترسره، او د ګمرکي تعرفې لوړوالي په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د سمنټو واردوونکو عمده ستونزه چې په توریدي سمنټو لوړه تعرفه ده، د ښاغلي سعید سره شریکه او له هغه يې غوښتنه وکړه چې، د یادې ستونزې حل برخه کې خپلې همکارۍ ونه سپموي.

ښاغلي سعید د ستونزو له اوریدو وروسته، د سمنټو واردوونکو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه د ګمرکونو عوایدو ریاست ته وسپاري څو د حل برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.
نوموړي د رامنځته شویو ستونزو حل برخه کې، د خپلو هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

سه شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۴۰۲