د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د ماليې وزارت د ګمرکونو عمومي معین سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د هرات ولایتي اتاق رئیس ښاغلي محمد یونس قاضي زاده، د فاریاب ولایتي اتاق رئیس ښاغلي سید فرید او د نفتي موادو او اوبلن ګاز اتحاديې رئیس ښاغلي سید کریم په حضور کې، د ماليې وزارت ګمرکونو له عمومي معین سره لیدنه ترسره او د سون توکو د بيې په اړه يې بحث او د نظر تبادله وکړه.

د افغانستان اوسني اقتصادي وضعیت په نظر کې نیولو سره، ښاغلي مهمند د سون توکو اوسنۍ بیې د هېواد له بنسټیزو ستونزو څخه وبللې او د ماليې وزارت ګمرکونو له عمومي معین څخه غوښتنه وکړه چې، د سون توکو مناسبې بيې په ټاکلو کې عملي ګامونه پورته کړي.

د ګمرکونو عمومي معین ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سون توکو نرخ ټاکلو برخه کې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

سه شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۴۰۲