له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مرستو راټولولو په موخه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه غونډه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق مدیره پلاوي درالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او محمد داوود یوسفزي د هېواد نوموتو سوداګرو او پانګوالو سره د ناستې په ترڅ کې، له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مرستو راټولولو په اړه خبرې اترې وکړې.  

د حبیب ګلزار شرکت استازو د شنبې له ورځې څخه د تورخم په لاره کې راستنیدونکو ته د خوراکي توکو څخه د ډکو کڅوړو د وېش اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره به د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد د خصوصي سکتور له غړو څخه د اړو افغان مهاجرینو لپاره د عاجلو مرستو پر راټولولو ټینګار وکړ او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

جمعه، لړم ۱۲مه، ۱۴۰۲