د افغانستان - ازبکستان د پانګونې د فرصتونو غونډه د اتاق د مشرتابه په ګډون او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو په ګډون ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد داوود یوسفزي او ضیاءالدین اچکزي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست، د ازبکستان صدراعظم مرستیال ښاغلي جمشید خواجه یوف، د ازبکستان د کرنې، کانونو او پټرولیم، ټرانسپورټ، اوبه او انرژۍ وزیرانو، د ازبکستان د اورګاډي پټلۍ مرستیال، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو"د افغانستان - ازبکستان د پانګونې د فرصتونو غونډه او ازبکستان ملي نندارتون" کې ګډون وکړ.

ښاغلي مهمند د ازبکستان لوړ پوړي سکتوري پلاوي او د دغې ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او دا ډول ناستې یې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې.
نوموړي افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې د ازبکستان هېواد لخوا د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند په هېواد کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو د کښت مخنیوی په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او په بېلابېلو برخو کې یې د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې غوښتنه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ازبکستان د ښو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو له پلوه د افغانستان پخوانی دوست وباله او د ګران هېواد اقتصادي ثبات یې د سیمې د امنیت په تامین کې مهم وباله. هغه د کیمیاوي سرې د تولید، هېواد ته د غنمو د واردولو، د ټکنالوژۍ د معیاري کولو او د کرنې د میکانیزه کیدو په برخه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې غوښتنه وکړه.

ښاغلي خواجه یوف د دا ډول غونډو د جوړیدو څخه د مننې په ترڅ کې افغانستان یو دوست هیواد او د ازبکستان پخوانی او ښه ګاونډی وباله او د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره يې د ازبکستان ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې. نوموړي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې په برخه کې د خپل چمتووالي ډاډ ورکړ.

یکشنبه، لړم ۷مه، ۱۴۰۲