د ازبکستان د سوداګرۍ اتاق له رئیس سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي آنلاین ناسته

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي هم حضور درلود، د ازبکستان د سوداګرۍ اتاق له رئیس ښاغلي بخودیر عبدالرحمانوف سره په انلاین توګه ناسته ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه یې بحث او د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي عبدالرحمانوف د ازبکستان د سوداګرۍ اتاق له خوا د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د نندارتون او سوداګریزې ناستې په اړه چې په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې جوړېږي، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې د افغان سوداګرو او پانګوالو د هڅونې په موخه د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي مایل احمدي په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې شته فرصتونه، سوداګریزې اړیکې او د افغانستان او ازبکستان د څو کلنو ناستو لاسته راوړنې مهمې وګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ پر پراختیا او د یادو کنفرانسونو کې د ګډون په موخه د افغان سوداګرو د هڅونې ډاډ ورکړ.

ښاغلي هوتک په پورتنیو چارو کې د افغان سوداګرو او پانګوالو د هڅونې په برخه کې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ او د ازبکستان د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې ازبک سوداګر او پانګوال له افغان سوداګرو سره ګډو پانګونو ته وهڅوي.

شنبه، لړم ۶مه، ۱۴۰۲