د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د یوناما دفتر له رئیسې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق مدیره پلاوي درالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې د ننګرهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل مراد عرب او د افغان – پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي هم حضور درلود، په افغانستان کې د یوناما دفتر له رئیسې آغلې روزا اوتنبایوا سره لیدنه ترسره او په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شته ستونزو او په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د شته ستونزو په ځانګړې توګه د ترانزیتي ستونزو په اړه چې د افغان سوداګرو د وارداتي او ترانزیتي توکو له ۳۰۰۰ څخه د زیاتو کانتینرونو د بندېدو لامل شوې، یادونه وکړه او په حل کې یې د يوناما له دفتر څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي مایل احمدي، خان محمد سرفراز باز او خان جان الکوزي د پاکستان په بندرونو کې د یو شمېر سوداګریزو توکو پر واردولو د بندیز، د پاکستان د حکومت له خوا د (اپټا) د تړون له مادو څخه د سرغړونې او د سوداګرو لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو، د سیمې هېوادونو ته د سوداګرو د پیسو د لېږد، د بدیلو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو څخه ګټې اخیستنې په ځانګړې توګه د چابهار بندر څخه او په یاد بندر کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې او د یوناما دفتر له رئیسې څخه يې د یادو حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

آغلې روزا اوتنبایوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له خبرو اورېدو وروسته، د دغه دفتر د کاري پروګرامونو په ځانګړي ډول د کوچنیو سوداګریو د ملاتړ او متشبثینو ته د کوچنیو پورونو د ورکولو په برخه کې د یوه سیستم په رامنځته کولو کې خپل ډاډ څرګند او د یادو ستونزو په حل کې يې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

پنجشنبه، لړم ۴مه، ۱۴۰۲