د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په کابل کې د روسیې سفارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس د روسیې د سفارت له مرستیال انتون لاوروف سره لیدنه ترسره او روسیې ته یې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، د دواړو  هېوادونو اتاقونو ترمنځ د اړیکو غښتلتیا او د افغانستان او روسيې ترمنځ د پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند روسيې ته د افغانستان د صادراتو او په افغانستان کې شته سوداګریزو او پانګه ایزو فرصتونو تشریح کولو ترڅنګ، د روسیې بازارونه د افغاني تولیداتو لپاره اغېزمن وبلل او د توکو د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.

د اتاق لومړي مرستيال د روسيې سفارت له مرستیال څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او د افغانستان د صادراتي توکو په ځانګړي ډول د انګور، انارو او وچو مېوو د زياتوالي او همدارنګه د روسيې د صادراتو د زياتوالي په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي انتون لاوروف د خپلو خبرو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي او د صادراتو او وارداتو د بهیر د زیاتوالي په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړ.

پنجشنبه، لړم ۴مه، ۱۴۰۲